SANYA NEWS
سیاسی

طالبانو وایي د صندلۍ جوړول او کارول غېر اسلامي نه بلل کېږي

نوشته شده توسط admin در تاریخ 10 دلو 1404

اشتراک گذاری: فیسبوک | توییتر | واتس‌اپ | لینکدین
بازدیدها: 46


طالبانو وایي د صندلۍ جوړول او کارول غېر اسلامي نه بلل کېږي

د طا-لبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په هرات کې د صندلۍ د جوړولو او کارولو د بندیز په اړه خپرې شوې اوازې بې‌بنسټه دي. 

د دې وزارت ویاند په اېکس کې لیکلي، دا اداره داسې کوم حکم نه صادروي چې د اسلامي شریعت خلاف وي او صندلۍ غېر اسلامي نه ګڼل کېږي.

یاد وزارت زیاتوي، د هرات امربالمعروف ته د ځینو کړنو نسبت ورکول ناسم او د مغرضانه تبلیغاتو برخه ده. 

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په هرات کې د امربالمعروف د مأمورانو پر ځینو کړنو د خلکو غبرګونونه راپارول شوي دي.

جستجو
ویدیوهای محبوب

25.Oct.2025

26.Oct.2025

26. Oct. 2025


نظرات کاربران

ارسال نظر