SANYA NEWS
اقتصادی

د اوبو د کمښت له امله پر کندهار او هلمند د کجکي برېښنا په بشپړ ډول بنده شوه

نوشته شده توسط admin در تاریخ 6 جدی 1404

اشتراک گذاری: فیسبوک | توییتر | واتس‌اپ | لینکدین
بازدیدها: 64


د اوبو د کمښت له امله پر کندهار او هلمند د کجکي برېښنا په بشپړ ډول بنده شوه

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د هلمند ولایت د کجکي په ستر بند کې د اوبو د کچې د ټیټېدو له امله د برېښنا د تولید ظرفیت له منځه تللی او له همدې امله له نن شنبې ورځې څخه پر کندهار او هلمند ولایتونو د کجکي برېښنا په بشپړ ډول بنده شوې ده.

سرچینو ثانیه نیوز ته ویلي، دا مهال په کجکي بند کې دومره اوبه نشته چې د برېښنا د تولید توان ولري، او دغه وضعیت ښایي تر نامعلومې مودې دوام ومومي.

په ورته وخت کې، په کندهار کې د برېښنا د حوزې شرکت یوه مسؤول ویلي، چې له دې وروسته به یوازې په محدود او نوبتي ډول د سولري او ډیزلي برېښنا له لارې د کندهار صنعتي پارک ته برېښنا ورکړل شي.

د سرچینو په وینا، وروستۍ وچکالۍ د دې لامل شوې چې د کجکي بند د برېښنا د تولید وړتیا تر ډېره له منځه ولاړه شي. دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د کندهار د برېښنا شرکت هم خبرداری ورکړی و، چې د اوبو د کمښت له امله به پر کندهار او هلمند ولایتونو برېښنا محدوده کړي.

جستجو
ویدیوهای محبوب

25.Oct.2025

26.Oct.2025

26. Oct. 2025


نظرات کاربران

ارسال نظر