خبرگزاری ثانیه | منتشر شده در تاریخ 13 جوزا 1405
نویسنده: محمد داوود جلالی
اشتراک گذاری:
فیسبوک |
توییتر |
واتساپ |
لینکدین
بازدیدها: 83
نن د خبرو پر ځای، له زړه له ژورو یو دردناک غږ پورته کېږي. دا غږ د هغې طبقې لپاره دی چې کلونه یې زموږ ترڅنګ ژوند کړی، زموږ له خوښیو او غمونو سره شریک پاتې شوي، خو د وخت په بېرحمو څپو کې بیا هم هېر شوي دي.
د افغانستان هندوان او سیکان (اهل هنود هېوادوال) زموږ د وطن هغه ریښتیني بچیان دي چې تاریخ یې شاهد دی، خو تقدیر یې له دردونو ډک پاتې شوی دی.
دا کوم انصاف دی؟ دا کوم وجدان دی؟ څنګه ممکنه ده چې یو انسان له خپل کوره بېځایه شي، له خپل حقه محروم شي، او بیا هم موږ چوپ پاتې شو؟ څنګه کولای شو ځانونه یو ملت وبولو، که زموږ یوه برخه په درد کې وي؟
موږ نن د تاریخ، انسانیت او خپل وجدان پر وړاندې ولاړ یو. دا یوازې یوه غوښتنه نه ده، بلکې یو مسؤلیت دی، یو امتحان دی او یو الهي امانت دی. که موږ نن د خپلو (اهل هنود) هېوادوالو ترڅنګ ونه درېږو، سبا به زموږ چوپتیا زموږ پر وړاندې د قضاوت په توګه ودرېږي.
موږ په ډېر ټینګ، روښانه او احساساتي غږ سره وایو:
د افغانستان د هندوانو او سیکانو ټول غصب شوي جایدادونه دې سمدستي او له هر ډول ځنډ پرته بېرته ور وګرځول شي.
دا یوازې قانوني حق نه دی، بلکې اخلاقي وجیبه هم ده. د هغوی عزت دې بېرته را ژوندی شي، نه په شعارونو، بلکې په عملي ګامونو، په درناوي او په ریښتینې ورورولۍ سره. د هغوی امنیت دې داسې خوندي شي چې هېڅ ماشوم، هېڅ مور او هېڅ کورنۍ نور د وېرې احساس ونه کړي.
ټول افغانان، له هر قوم، ژبې او سیمې دې خپل وجدان ته غوږ ونیسي او د حق ملاتړ وکړي. راځئ له ځانه وپوښتو: که موږ د خپل وطن د ټولو بچیانو لپاره عدالت ونه غواړو، نو بیا دا وطن د چا دی؟ که موږ د کمزورو لاس ونه نیسو، نو زموږ قوت څه معنا لري؟
دا د افغانیت، انسانیت او وجدان غږ دی. دا د یووالي، ورورولۍ او ریښتینې سولې بلنه ده. راځئ داسې یو پیغام تاریخ ته پرېږدو چې راتلونکي نسلونه پرې ویاړي، نه دا چې شرم پرې وکړي.
راځئ داسې افغانستان جوړ کړو چې پکې هېڅوک پردی نه وي، هېڅوک محروم نه وي او هېڅوک هېر نه وي.
ترامپ: ۴۸ ساعت آینده برای خاورمیانه سرنوشتساز است!
وزیر دارایی اسرائیل به عربستان: کشور فلسطین نمیخواهیم، شترسواریتان را ادامه دهید!
پوتین: لغو دیدار با ترامپ موقت است، روسیه آماده گفتوگو است
وزیر دارایی اسرائیل به عربستان: کشور فلسطین نمیخواهیم، شترسواریتان را ادامه دهید!
فرانسه سومین حکم بازداشت بینالمللی علیه بشار اسد صادر کر
فرانسه سومین حکم بازداشت بینالمللی علیه بشار اسد صادر کرد
درگیری شبانه در قندهار؛ گزارشها از تلفات طالبان حکایت دارد
احمد ولی هوتک در مسابقه MMA در بلاروس به پیروزی رسید
۴ کشته و ۸ زخمی بر اثر واژگونی خودرو در ولایت کنر
۲۴ اکتوبر؛ روز جهانی مبارزه با بیماری فلج کودکان
شمار تلفات غزه به بیش از ۶۸ هزار نفر رسید
شمار تلفات غزه به بیش از ۶۸ هزار نفر رسید.

25.Oct.2025
26.Oct.2025
26. Oct. 2025